د یوځانمرګي برید په پایله کې چې نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ ولایت خوست کې و شو اته عام وګړي وژل شوي او څلوښیت نو ر ټپیان شوي د ي
د خوست د والي ویاند کوچي ناصري وویل دا ځانمرګی برید وروسته له هغه رامنځ ته شو چې د یوې وړي چاودنې څخه وروسته خلک د چاودني په ځای کې سره را ټول شوي وو.
ځایې چارواکي وایې چې برید کونکی په یوه موټر سایکل چې له چاودیدونکو موادوڅخه ډک وو د عامو وګړو په منځ ګې خپل ځان والوزاوه ورکړ، چې دا خونړی برید نن د دوشنبي به ورځ د غرمې وروسته په دغه ولایت کې و شوه.
د دې پیښې وژل شوې کسان ټول افغان ولسي کسان وو او د ځان وژنکې هدف لاتر اوسه نه دی څرګند شوی.
په دې ولایت کې د ققنوس خبریال وایې چې چاودنه د یو جومات په مخ کې چې د دولتي ودانیوسره نیژدي وو وشوه.
د خوست ولایت د عامې روغتیا ریس وویل چې په دې برید کې ۶۰ تنه ژوبل او وژل شوي دي او د دې ولایت روغتونونو ته لیږدول شوی دي.
افغان امنیتي ځواکونوهم خپلې پلټنې پیل کړې او کوښښ کوي تر څو د تلفاتو ریښتونې شمیره په ډاګه کړي.
طالبانو تراوسه د دې پیښي پړه په غاړه نه ده اخیستی.
دا دوهم ځانمرګی برید دی چې په یوه ورځ کې په افغانستان کې چیرته چې د امریکا او نا ټو ۹۰۰۰۰ سرتیري د طالبانو پر ضد جګړه کوي را منځ ته کیږي.
په خوست کې وروستیو تاوتریخوالو دغه ولایت په افغانستان کې د نا امنه سیمو په کتار کې درولی دی.
|