|
ولسمشر کرزي په رسمي توګه په راتلونکو ټاکڼوکې ځان نوماند کړ
کرزي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې په راتلونکو ټاکنو کې خپله نوماندۍ اعلام کړه.
ښاغلی کرزی وایي: زه به ډیر ژر له خپلو دوو مرستیالانو سره د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ځم او د راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره خپله نوماندې اعلاموي.
د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ پیل شو، چې له پنځوسو څخه زیاتو کسانو خپل نومونه لیکلي دي.
خو تر اوسه لا مالومه نه ده چې په دې ټاکنو کې به څومره کسان د نوماند کیدو حق تر لاسه کړي.
ویل کیږي چې یو شمیر مخور افغانان به په دغه سیالۍ کې د کرزي سیالیان وي.
په دې ټاکنو کې به ډاکټر عبدالله عبدلله، اشرف غنی احمد زی، د مالیي پخوانی وزیر انورالحق احدې او د کورنیو چارو وزیر علی احمد جلالی د ولسمشر کرزی مهم سیالان وې.
په پام کې وه چې ولسمشر یزې ټاکنې به د می په میاشت کې ترسره شې، خو د امنتیي لاملونو له امله دري میاشتې نور وځنډیډي.
له بله پلوه د ولسي جرګې له ۲۴۰ غړو څخه ۱۵۰ وکیلانو د ټاکنو د وخت د ځنډیدو سره خپل ملاتړ اعلان کړ.
تیره میاشت د هیواد سترې محکمې د ټاکنو د مهال د ځنډیدو په اړه یې موافقه وکړه.
د ځینو کارپوهانو په آند د افغانستان د ولسمشر په توګه د حامد کرزي له ټاکلو وروسته نوموړی هرځل په پراخه کچه د ادارې فساد په شتون، او د ناامنیو د زیاتیدو لپاره تر نیوکو لاندې دي.
|