|
وزګاری یو شمیر ځوانان دی ته اړایستلې چې طالبانو سره یوځای شې |
|
|
|
|
Thursday, 26 February 2009 |
|
د کندهار والي هم په دې ولايت کې د کار نشتوالی لويه ستونزه بولي
د کندهار ولايت اوسيدونکي د کار نشتوالی له دولت ضد وسله والو سره د يو شمير ځوانانو د يو ځاي کيدو اصلي لامل بولي.
په داسې حال کې چې د افغانستان په ډيرو سيمو کې وزګاري او د سالمې بوختيا نشتوالی يوه لويه ستونزه ده د کندهار ولايت يو شمير ځوانان وايي په دې ولايت کې د کاري زمينو برابرول د حکومت د وسله والو مخالفتونو په کمښت کې اغيزمن کيداي شي.
له بله پلوه د کندهار والي هم په دې ولايت کې د کار نشتوالی لويه ستونزه بولي او د حکومت له مخالفينو سره د نوموړي ولايت د وزګارو ځوانانو يوځاي کيدل نه ردوي.
له دې وړاندې د کندهار د نساجۍ فابريکې ريس چې په وروستيو کلونو کې يې دنده له لاسه ورکړې ويلي چې د دې فابريکې ډيری کارګران د حکومت له مخالفو وسله والو سره يوځاي شوي دي.
د کندهار د نساجۍ فابريکه چې يو وخت يې له دوو زرو زيات کارګران لرل چې اوس يوازې ديرش تنه د ودانۍ او ماشينونو د ساتنې لپاره هلته پاتې دي.
|