|
د ټولټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د پسرلي ټاکنې ناقانونه دي |
|
|
|
|
له خوا لیکل شوی Quqnoos.com
|
|
Thursday, 04 December 2008 |
|
د رایې ورکوونکو لږ شمیر د سړې هوا او بې امنیتي له کبله، کولای شي ټاکنې ناقانونه کړي
که چيرې د جمهوري رياست راتلونکې ټولټاکنې د سياسي فشارونو له امله پخپل ټاکلي وخت ترسره شي مشروعيت به ونلري.
د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون د دالانشا مرستيال زکريا بارکزی وايې چې د ټاکنو د قانون د پنځه پنځوسمې مادې له مخې دغه کميسيون حق لري چې د ټولټاکنو نيټې ته بدلون ورکړي.
د ټاکنو خپلواک کميسيون وايي که ټإکنې په غبرګولي مياشت کې ترسره شي خلک په ځينو سيمو کې د امنيتي ستونزو او ناسمو موسمي شرايطو له امله نشي کولاي پکې ګډون وکړي.
ذکريا بارکزی
همداراز د هيواد يو شمير حقوق پوهان په ټاکلي وخت د انتخاباتو نه ترسره کيدل له قانونه سرغړونه بولي او وايي چې د ټإکنو خپلواک کميسيون د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې کولاي شي د انتخاباتو وخت وټاکي.
رنجبر
د ټإکنو خپلواک کميسيون وايي چې په شپږو ولايتونو کې د رايې ورکونکو د نومونو د ليکلو دريم پړاو له اختر وروسته پيليږي، دغه کميسيون زياتوي چې تراوسه په دوهم پړاو کې په دوولسو ولايتونو کې يو ميليون او يوسل او پنځوس زره کسانو خپل نومونه ليکي دي چې پنځه ديرش سلنه يې ميرمنې دي.
|