قبایلي مشران وايي چې له طالبانو سره به یو ځای شو PDF چاپ ايميل
Monday, 15 September 2008

pakistani_taliban_2.jpg

قبایلي مشران: که امریکا خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو له طالبانو سره به یو ځای شو

د پاکستان په سرحدي سیمو باندې د امریکا اوسنیو بریدونو نوي دښمنۍ را ژوندﺉ کړي دي چې له کبله یې قبایلي مشرانو ویلي چې په افغانستان کې به په امریکايي ځواکونو باندې بریدونه وکړي.
 
د پاکستان قبایلي مشرانو په شمالي وزیرستان باندې د امریکايي توغندیو او بیا وروسته دهغوﺉ پیاده کېدل سخت په غوصه کړي او ویلي یې دي چې که دا کار دوام ومومي نو دوﺉ به له طالبانو سره یو ځای شي.
 
د شنبې په ورځ د شمالي وزیرستان په مرکزي ښار میرانشاه کې په یوه لویه بېړنۍ غونډه کې قومي مشر، ملک نصرالله وویل چې: « که امریکا پر قبایلي سیمو باندې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي نو موږ به یو ستر لښکر جوړ او په افغانستان کې به په امریکايي سرتیرو باندې بریدونه وکړو. همدا شان موږ به په افغانستان کې له قبایلي مشرانو څخه مرسته وغواړو تر څو په ګډه سره د امریکایانو پر وړاندې وجنګیږو.»
 
په دغه سیمه کې نږدې ۵۰۰۰۰۰ قبایلي خلک اوسیږي. تیره اوونۍ نیویارک ټایمز د یوه لوړپوړي پوځي چارواکي له خولې لیکلي و چې، ولسمشر بوش په پټه په قبایلي سیمو باندې دبریدونو امر ورکړی و.
 
خو د پاکستان ولسمشر زرداري او لومړي وزیر ګیلاني ویلي وو چې: « د پاکستان ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکي باید په هره بیه سره وساتله شي.»
 
یوزاې په تیره میاشت کې امریکا اووه ځلې قبایلي سیمې ویشتلي دي چې تیر کال هم اووه ځلې پاکستان په میزایلو باندې ایشتل شوی و.
 
تیره اوونۍ په سویلي وزیرستان کې د امریکا سرتیرو پیاده کېدل د پاکستان پوځ سخت په غوصه کړ او ویې ویل چې دوﺉ د دې حق لري تر څو غبرګون وښیي.
Comments (0)Add Comment

Have your say
You must be logged in to comment. Please register if you do not have an account yet.

busy
 
< ورسته   پخوانی >

رضا کاري



 
volunteer.jpg
آیا تاسی له قوقنوس ویب پاڼی سره مرسته کولا شی. مونږ ژباړونکو، د لیکنو اصلاح کونکو او نورو برخه اخیستونکو ته اړتیا لرو. که چیری تاسی غواړی له مونږ سره مرسته ؤکړی نو زمونږ له دفتر سره په info@quqnoos. . اړیکی ؤنیسی.

 

 

غواړې چې څه ووايې؟

articles.jpg

د قوفنوس ویب پاڼه هر ډول لیکنو او برخه اخیستنو ته ښه راغلاست وایی. که چیری تاسی هر ډول لیکنی په پښتو، انګلیسی او دري کولای شی نو مونږ سره This e-mail address is being protected from spam bots, you need JavaScript enabled to view it اړیکي ؤنیسی مونږ په خپلو لګښتونو هغه نورو ژبو ته ژباړو. ټولی لیکنی په د Quqnoos.com د قوانینو سره سم خپریږي مونږ ستاسی ایمیلونو ته سترګی په لار یو

 

د ورځی ویدیو

khatak
اجمل خټک د ۸۵کلونو په عمر وو مړ
 
برای تماشای ویدیو روز بالای تصویر کلیک نماید. و اگرمیخواهید تمام ویدیو هارا تماشا نماید اینجا  کلیک نماید

Sponsored Links

په رايه ورکوونه کې برخه اخيستل

آیا د لندن ناسته به د افغانستان د ټيکاو په برخه کې ګټوره وي؟
 

د اسعارو بیې

۱ډالر us.gif ۴۷،۶۰افغانۍ
۱ یورو eu.gif ۶۵،۴۰افغانۍ
۱۰۰۰ روپۍ in.gif ۱۰۸۰افغانۍ
۱۰۰۰ کلدارې pk.gif ۵۴۴افغانۍ
۱۰۰۰۰ ریال ir.gif ۴۶،۵۰افغانۍ
۱ درهم ae.gif ۱۲،۹۰افغانۍ

 

 

 

 

 

د۹ ۲۰۱۰ فبروری سره سم

اعلان

Tolo International
طلوع تلویزیون اوس په نړیواله توګه په اروپا او شمالي امریکا کی کتل کیدای شي.

دا ځای کلیک کړۍ ترڅو په دی هکله پوره معلومات ترلاسه کړۍ.

نظر ورکول (د رايې ورکولو لپاره دغه ځای کښېکاږئ)

RSS Feed

feed image