|
د ملي پوځ ډیر جنګي وسایل چې ټانکونه هم پکې دي پرزو او پاملرنې ته اړتیا لري
د پوځ ډیرو ټانکونو چې له داخلي جګړې څخه یې پخوا ښه کار کاؤو اوس ناکاره دي.
د دفاع وزارت ویلي چې یواځې د پوځ یو یونټ په کابل کې په دغو ټانکونو سمبال دۍ.
د دفاع وزارت ویلي چې خبرې له نړیوالې ټولنې سره روانې دي ترڅو افغان ملي پوځ په ټانکونو سمبال شی؛ خو تر اوسه دا پریکړه نده شوې چې څه ډول ټانکونه او له کوم هیواد څخه به ؤپیرل شي.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال ظاهر عظیمي د قوقنوس ویب پاڼې ته ویلي: ٫٫ چې له کابل څخه بهر پوځي واحدونه هیڅ ټانکونه نلري٬٬.
ځینې پارلماني غړي د ملي پوځ د ټانکونو په هکله بل ډول نظرونه لري.
د پکتیا یؤو استازي په پارلمان کې ګل پاچا مجیدي قوقنوس ویب پاڼې ته ویلي: ٫٫ کله چې د ډاکټر نجیب اله حکومت راؤپرزول شو، نو د افغانستان دښمنانو او ځینو افغانانو په خپله د پخواني ملي پوځ جنګي وسایل ویجاړ کړل٬٬.
د پارلمان غړي له کندز څخه ؤویل: ٫٫ که څه هم کافي ندي، پوځي واحدونه په ولایاتو کې ټانکونه او نور پوځي وسایل لري٬٬.
خو د دفاع وزارت په دې باندې ټینګار کوي چې ټولې زړې وسلې د (ډي ډي آر) په پروګرام کې راټولې شوي، دا وسلې چې د بیلو بیلو لاملونو له کبله ناکاره دي، په ګوډامونو کې په ولایاتو کې ساتل کیږي.
|